د امريکا د هاوايي ایالت د ماويي ولسوالۍ چارواکي د اګست په ۱۷مه وویل، چې په دغه سيمه کې د ځنګلي اور له امله د مړينې شمېر ۱۱۱ تنو ته رسېدلی دی. د ماويي ولسوالۍ د بېړنۍ پېښې د اداري سازمان مسئول هرمان اندايا د ياد ځنګلي اور ضد اقداماتو له امله له پراخو شکايتونو سره مخ شوی او د اګست په ۱۸مه يېاستعفا اعلان کړه.
د ماويي ولسوالۍ حکومت د اګست په ۱۸مه په يوه مطبوعاتي اعلاميه کې وویل، چې تر اوسه پورې د ځنګلي اور په تقريباً ۵۸ سلنه ځپلې سيمې کې د لټون چارې روانې دي. د لاهاینا ځنګلی اور، چې په دې ټاپو کې تر ټولو ډېر زيانونه اړولي، ۹۰ سلنه کنټرول شوی دی.