د چين د فضايي سټېشن د علمي څېړنو ۴۰۰۰ پايلې په بېلا بېلو برخو کې کارول شوي
CMG2023/08/19 14:34:03
شريکول:

د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې د پرمختګ په اړه د معلوماتو د خپرېدو يوه خبري ناسته د اګست په ۱۸مه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين د انسان وړونکې فضايي پروژې مطبوعاتي وياند لي شي چيانګ په دغه خبري ناسته کې وويل، چې د چين د فضايي سټېشن د علمي څېړنو څه باندې ۴۰۰۰ پايلې په بېلا بېلو برخو او صنايعو کې کارول شوي او د هېواد د پرمختګ او د خلکو د ژوند په خدمتونو کې يې مثبت رول لوبولی دی.

د چين انسان وړونکې فضايي پروژې په ۱۹۹۲ م کال کې له پيلېدو راهيسې ګڼ شمېر د نړۍ د پرمختللې کچې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي. په لېرې فضا کې د ژوند د علمي څېړنو پايلې د بيولوژيکو موادو، درملنو، طبي چارو او کرهنيزې ټېکنالوژۍ په برخو کې کارول شوي. د سون او موادو د څېړنو پايلو د موادو د نيمګړتياوو د پوره کولو او د اړوندو توليداتو د توليدي مهارتونو د لوړولو لپاره خدمتونه کړي دي.

دغه راز په لېرې فضا کې د نباتاتو د تخمونو د روزنې په اړه د ازموينو څه باندې ۳۰۰۰ پايلې کارول شوي، چې له امله يې له ۳۶۰ ميليارډو يوانو زياتې مستقيمې اقتصادي ګټې  تر لاسه شوي او د غلودانو د کلنۍ زياتوالي اندازه نژدې ۲ ميليارډو او ۶۰۰ ميليونو ټنو ته رسېدلې ده.