د اوکراين خبري رسنیو د اګست په ۱۸مه خبر ورکړ، امريکا ډنمارک او هالند ته اجازه ورکړې، چې اوکراين ته د امريکا جوړې F-16 جنګي الوتکې برابرې کړي.
په دغه خبر کې راغلي، امريکا ډنمارک او هالند ته ژمنه ورکړې، چې دغه هېواد به د F-16 جنګي الوتکو د سپارلو د اړينو تشريفاتو د تصويب بهير چټک کړي.
د اوکراين د هوايي ځواکونو وياند په دې وروستيو کې په يوه انلاين مرکه کې ويلي، چې د اوکراين د پيلوټانو د روزنې مسئله نه ده حل شوې او دغه الوتکې د سږ کال په مني او ژمي کې د اوکراين په هوايي دفاع کې رول نه شي لوبولی.