د برېکس هېوادونو د مشرانو پنځلسمې غونډې د جوړېدو په درشل کې، د نوي پرمختګ بانک مشرې او د برازيل پخوانۍ مشرې ديلما روسيف د چين ميډيا ګروپ له خبريالې سره مرکه وکړه.
روسيف وويل، چې د نوي پرمختګ بانک د پرمختيايي هېوادونو لپاره د پانګو د راغونډولو په خدمت کې دی او د څواړخيزم د نړيوال بهير د هڅولو لپاره نوښت او اصلاحات راولي. نوموړې په دې اړه باور وښود، چې د برېکس همکاريز میکانېزم به هرومرو د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره مهم خدمتونه وکړي.
روسيف له بنديزونو او پولي چارو ته د وسلو رنګ له ورکولو سره مخالفت څرګند کړ او په نړيوالې سوداګرۍ کې يې د برخوالو خواوو د ملي پيسو د تاديې ملاتړ څرګند کړ.
روسيف زياته کړه، چې د بشر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په اړه د شي جين پينګ وړانديز ډېر مهم ارزښت لري او د نړۍ د پرمختګ او سولې لپاره ګټور دی. د روسيف په اند، په دغه وړانديز کې دوې مهمې نظريې شاملې دي، چې يوه يې سولې ته درناوی، نه تېری او د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې نه لاسوهنه ده، بله يې په سمسورتيا او پرمختګ کې د ټولو برخه لرل دي.
روسيف په مرکه کې د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د چين د لاسته راوړنو ستاينه وکړه او و يې ويل، چې په چين کې رامنځته شوي بدلونونه به د انسانانو پر پرمختګ اغېزې وکړي.