د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د جنوبي افريقا د ولسمشر سيريل رامافوسا په بلنه د اګست له ۲۱م څخه تر ۲۴م پورې د جنوبي افريقا په جوهانسبرګ کې د بريکس هېوادونو په ۱۵مه غونډه کې ګډون او له جنوبي افريقا څخه به رسمي ليدنه وکړي.
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ به د خپلې لیدنې په ترڅ کې د جنوبي افريقا له ولسمشر سيريل رامافوسا سره په ګډه د چين او افريقا د مشرانو د خبرو اترو مشري هم وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د روانې میاشتې په ۱۸مه په يوه خبري غونډه کې د اړوندو حالاتو په اړه معلومات ورکړل.
وانګ ون بين وويل، یاده غونډه له څه دپاسه دريو کلونو وروسته په افلاین بڼه د بريکس هېوادونو د مشرانو لومړنۍ غونډه ده، چې له ۵ کلونو وروسته یو ځل بيا په افريقا کې تر سره کېږي. د بريکس ميکانيزم، له رامنځته کيدو راهيسې تل د يووالي او د ځان د ښه والي پر اصلي نيت ټينګار کړی، د پرانیستو، ټول شمولو او د ګډو ګټو او همکارۍ روحيه يې ساتلې او په بېلا بېلو ساحو کې يې د عملي همکارۍ ژورتيا ته یې دوام ورکړی دی. تر اوسه د نړیوالې حکومتوالۍ د اصلاحاتو د هڅولو لپاره مهم ځواک ګرځېدلی او نړیوال نفوذ یې په دوامداره توګه زیات شوی دی.
وانګ ون بين زیاته کړه، چې دغه غونډه به د بريکس او افريقا ترمنځ د همکاریزو اړیکو د ژورتيا، متقابل پرمختګ، د دوامدار پرمختګ د تر لاسه کولو او د ټول شموله څو اړخيزم د پياوړتیا په اصلي موضوع د بريکس ښه راتلونکی ومومي. بېلا بېلې خواوې به په اوسنيو نړيوالو حالاتو کې د سترو ننګونو په اړه د نظریو ژوره تبادله وکړي، ترڅو په نړيوالو چارو کې همغږي او همکاري پياوړې کړي، ګډوډې نړۍ ته به ثابته او مثبته انرژي ورکړي، د نړیوالې سولې او پرمختګ د پرمخبېولو لپاره به هوښیار ځواک برابر کړي.
وانګ ون بين دا هم وويل، چې رئيس شي جين پينګ به د دغه سفر په ترڅ کې له ولسمشر رامافوسا سره د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې پاملرنې وړ نړيوالو او سيمه ييزو مسئلو په اړه د نظريو تبادله وکړي، د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ پر طرحې به بحث وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخلیک ټولنې د ابادۍ لپاره به غښتلی خوځنده ځواک برابر کړي.
هغه وويل، جنوبي افريقا د چين هراړخيز ستراتيژيک ملګری او لومړی افريقايي هېواد دی، چې د يو کمربند او يوې لارې په ګډې ابادۍ کې ګډون کوي. د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د ټينګېدو له ۲۵ کلونو راهيسې، د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکو په پر له پسې توګه پرمختګ کړی، چې د دوه اړخيزو اړيکو کچه يې تر ډېره حده لوړه شوې او نړيوال نفوذ يې زيات شوی دی.
وانګ ون بين وويل، که نړيوال حالات هر څومره بدل شي، د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د دوستۍ د ژورتيا او د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا لپاره به د چين هوډ بدل نه شي. هغه وويل، چې له افريقايي هېوادونو سره د يووالي او همکارۍ پرمختيا د چين د بهرنۍ تګلارې مهم بنسټ دی او دا د چين اوږد مهاله او ټينګ ستراتيژيک انتخاب هم دی. رئيس شي جين پينګ به د بريکس هېوادونو د مشرانو په دغه غونډه کې له ولسمشر رامافوسا سره د چين او افريقا د مشرانو د ډيالوګ په ګډه مشري وکړي او د چين او افريقا د همکارۍ فورم د افريقا رئیس، د افريقايي ټولنې نوبتي رئيس او د افريقا د فرعي سيمه ييزو سازمانونو استازو ته به بلنه ورکړي، چې په دې خبرو اترو کې ګډون وکړي.