د بریکس هېوادونو رسنۍ د پرمختيايي هېوادونو د خبرو کولو د حق د پیاوړتیا غوښتنه کوي
CMG2023/08/20 15:04:52
شريکول:

د بريکس هېوادونو د رسنيو د لوړې کچې ۶م فورم د اګست په ۱۹مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانسبرګ کې تر سره شو. د شاو خوا ۳۰ بریکس او افریقایي هېوادونو څخه شاوخوا ۱۰۰ رسنیو، د کارپوهانو ټولنو او نړیوالو سازمانونو  شاوخوا ۲۰۰ استازو د "بریکس هېوادونه او افریقا: د رسنیو ډیالوګ پیاوړي کول او د عادلانه راتلونکي شریکول" تر عنوان لاندې بحثونه ترسره کړل چې د بریکس هېوادونو ترمنځ د لوړ کیفیت همکاریزو اړیکو د ټينګېدو او د بریکس میکانیزم د پرمختګ لپاره قوي همغږي راوړي.

د جنوبي افریقا د واکمن ګوند يعنې د افریقا د ملي کانګرس د ملي اجرائیوې کمیټې غړي داکوتا لیهوت وویل چې ځینې هېوادونه غواړي چې د نړیوالو خبرو واک انحصار کړي او رسنۍ په وسلو بدلې کړي چې پر نورو خپلواکو هېوادونو برید وکړي. د بریکس هېوادونو رسنیو نړۍ ته اعلان کړی چې رسنۍ باید د جګړې د هڅولو لپاره د یوې وسیلې پرځای د نړۍ پرمختګ ته ژمن وي.

د برازيل د مخابراتو د شرکت مشر ايليو دوايل وويل، د بريکس هېوادونو د رسنیو لوړ پوړی فورم په نړۍ کې د غړو هېوادونو د خبرو حق د پراخولو او د نړيوال کېدو د هڅولو په برخو کې مهم رول لوبولی دی او سوله او همکاري يې تل اصلي موخه ده.