د پاکستان خيبر پښتونخوا د لرغون پيژندنې او موزيم ادارې چارواکي د سنګ تراشۍ هنر په نړيوال فورم کې ګډون وکړ
CMG2023/08/20 14:30:32
شريکول:


د سنګ تراشۍ هنر لومړی نړيوال فورم د اګست په ۱۹مه نېټه د چين د چونګ چينګ ښار د دا ځو د سنګ تراشي په تاريځي ځای کې تر سره شوی. د پاکستان د خيبر پښتونخوا د لرغون پيژندنې او موزيم ادارې مشر عبداله صمد په دغه فورم کې ګډون وکړ او د دغه فورم د پرانيستنې مراسمو په ترڅ کې د خيبر پښتونخوا د لرغون پيژندنې او موزيم ادارې په استازيتوب د دا ځو د سنګ تراشۍ هنر د څيړنې له انسټيټيوټ سره د دوستانه اړيکو جوړولو دوه اړخيز تړون لاسليک کړ.

په خيبر پښتونخوا ايالت کې د لرغون پيژندنې ګن شمېر تاريخي ځايونه شتون لري، چې د تاريخي اثارو د ساتنې او څيړنې په برخه کې مهم ګڼل کېږي.

د پاکستان د خيبر پښتونخوا ايالت د لرغون پيژندنې او موزيم د ادارې مشر صمد وويل، زه ډېر خوشحاله شوم، چې د دا ځو د سنګ تراشۍ په هنر کې ډېرې مجسمې ليدلی، چې په پاکستان کې د ګنډرا له تاريځي ځای سره ډېر ورته دي. د وريښمو د لرغونې لارو په وخت کې دغه تمدن له پاکستان څخه چين ته راغلي. اوس چين او پاکستان د يو کمربند او يوې لارې وړانديز په رڼا کې د تجارت او اقتصاد په شمول زياتو ساحو کې همکارۍ لرو، نو د تاريخي اثارو د ساتنې په چارو کې موږ همکارۍ هم غواړو. د دا ځو د سنګ تراشۍ هنر د څيړنې انسټيټيوټ د تاريخي اثارو ساتنې په کارونو کې ډېرې تجربې او پرمختللې تېکنالوژۍ لري، په ځانګړې توګه د ډجيټلي ساتنې او د تاريخي اثارو د ترميمېدو په برخه کې. هيله لرم، چې په راتلونکې کې د دوی کارکوونکي کولی شي موږ ته د روزنې فرصتونه برابر کړي او زموږ کارکوونکي په دا ځو  کې مطالعه کولی شي.

د دا ځو د سنګ تراشۍ هنر د څيړنې انسټيټيوټ مشر جيانګ سی وې د چين مډيا ګروپ د اسيايي او افريقايي ژبې خپرونو مرکز خبریالې ته وويل، چې موږ او خيبرپښتونخوا ايالت دواړه د سنګ تراشۍ هنر لرو او د دغه هنر د ساتلو په برخه د ډبرو د ثابتوالي، د اوبو د اغيزو او د اقليمي اغيزو په شمول له مسئلو سره مخ دي. دغه راز مو همکاريز تړون لاسليک کړی دی، ترڅو په راتلونکې کې د تاريخي اثارو د ترميمولو او ساتلو په چارو کې همکارۍ وکړو.