شي جين پينګ د امريکا د واشينګټن ايالت د امريکايي او چيني تنکیو ځوانانو د تبادلوي ټولنې ته ځوابي پېغام وليږه
CMG2023/08/20 22:12:58
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د امريکا د واشينګټن ايالت د امريکايي او چيني تنکيو ځوانانو د تبادلوي ټولنې ته ځوابي پيغام وليږه.

شي جين پينګ په خپل پيغام کې په دې مناسبت نوموړې ټولنې او د امريکا د بېلا بېلو برخو له دوستانه شخصيتونو مننه وکړه، چې دوی د چين له خوا د محصلينو د نړيوالو دوبنيو لوبو او د اسيا د سپورټي لوبو د کوربه توب په اړه نيکې هيلې څرګندې کړې. شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، سپورټ د وګړو د دوستۍ د پياوړتيا کمربند دی. چين په بريالۍ توګه په چنګ دو ښار کې د محصلينو نړيوالې دوبنۍ لوبې تر سره کړې او پوره باور لري، چې په هانګ جو ښار کې د اسيا ښايسته لوبې نړيوالو ته وړاندې کړي.

شي جين پينګ په دغه پيغام کې هيله وښوده، چې لا زيات چيني او امريکايي ځوانان د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره لاس يو کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت لپاره خوځنده ځواک برابر کړي.

له دې نه مخکې، د امريکا د واشينګټن ايالت د امريکايي او چيني تنکيو ځوانانو د تبادلوي ټولنې او د بېلا بېلو برخو د دوستانه شخصيتونو استازو په ګډه شي جين پينګ ته پيغام لېږلی و، چې نوموړي ته يې د محصلينو د نړيوالو دوبنيو لوبو او د اسيا د سپورټي لوبو د بريالي کوربه توب په اړه نيکې هيلې وړاندې کړې او څرګنده يې کړې ده، چې دوی به د چين او امريکا د ځوانانو ترمنځ د همکارۍ او کلتوري تبادلې د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.