شي جين پينګ د جنوبي افريقا د دربان د ټېکنالوژۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي استادانو او محصلينو ته ځوابي ليک واستاوه
CMG2023/08/20 14:59:15
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د جنوبي افريقا د دربان د ټېکنالوژۍ پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي استادانو او محصلينو ته ځوابي ليک واستاوه چې دوی دې ته هڅوي چې چيني ژبه ښه زده کړي، د چين او جنوبي افريقا د دوستۍ د پرمختګ او د چين او افریقا د دوستۍ او همکارۍ د پياوړتيا لپاره خدمتونه وکړي. 

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې چين او جنوبي افريقا دواړه مهم پرمختيايي هېوادونه دي، دواړه هېوادونهځانګړې دوستي لري، د يو بل د ژبې او کولتور زده کړه به د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل تفاهم او دوستۍ د پياوړتيا لپاره مرسته وکړي.

د ۲۰۱۳م کال په مارچ کې جنوبي افريقا ته د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سفر په ترڅ کې د دربان د ټېکنالوژۍ په پوهنتون کې د کنفوسيوس پوهنځي د ګډې جوړېدو په اړه د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د تړون د لاسليک شاهد و. له ۱۰ کلونو راهیسې، د کنفوسیوس دغه پوهنځي نږدې ۱۰۰۰۰ محصلين روزلي دي. په دې وروستيو کې د دغه پوهنځي ۵۰ استادانو او زده کوونکو په ګډه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته يو ليک ليکلی چې د چيني ژبې د زده کړې په برخه کې يې خپلې تجربې، لاسته راوړنې او احساسات بيان کړې او د رئيس شي جين پينګ او د چين له حکومت څخه يې مننه کړې چې افريقايي ځوانانو ته يې د خپلې هیلې د پوره کولو لپاره لا زيات فرصتونه برابر کړي دي او ويلي يې دي، چې دوی له جنوبي افريقا څخه د رئيس شي جين پينګ يو ځل بيا ليدنې ته سترګې په لار دي.