د لوېديځې افريقا د هېوادونو اقتصادي ټولنه په نايجر کې د پوځونو د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو شوې
CMG2023/08/20 15:23:37
شريکول:

د لوېديځې افريقا هېوادونو د اقتصادي ټولنې د سياسي چارو، سولې او امنيت ځانګړی استازي عبدلفاتاو موسه د اګست په ۱۸مه نېټه د ګانا په پلازمېنه اکرا کې ويلي، چې د دې ټولنې پوځونه په نايجر کې د پر ځای کېدو لپاره چمتو شوي.

د لوېديځې افريقا هېوادونو د اقتصادي ټولنې د ملي دفاع درستيزانو کميټې دوه ورځنۍ غونډه د اګست په ۱۸مه نېټه په اکرا کې پای ته رسېدلې. موسه د يادې غونډې وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د پوځونو د چمتوالي چارې پوره شوې او اوس د دې ټولنې مش ته د راپور له وړاندې کېدو وروسته حکم ته انتظار دي.

نوموړي ويلي، چې د مسئلې د حل لپاره ټول پلانونه تر بحث لاندې دي. که پوځي حکومت د اساسي قانون او نظامونو د عادي کولو په برخه کې ورسره موافقه ولري، نو دوی له پوځي پلان څخه لاس اخيستلی شي.