د امريکا، جاپان او کوريا جمهوریت مشرانو د اګست په ۱۸مه نېټه د امريکا په ماريلند ايالت کې د ولسمشر د رخصتۍ د تېرېدو ځای داويد کمپ کې خبرې اترې کړې دي. درې واړو خواوو له يادو خبرو اترو وروسته د داويد کمپ د روحيې په نوم يوه ګډه اعلاميه او د سيمه ييز مسئلو په اړه د داويد کمپ اصل خپره کړې.
دا لومړی ځل دی چې ولسمشر جوبایډن په نوموړي ځای کې له بهرنيو مشرانو سره لیدنه کوي. په ملي امنيتي چارو کې د امريکا د ولسمشر مرستيال جېک سوليوان په همدې ورځ رسنيو ته ويلي، چې یادې لیدنې د امريکا، جاپان او کوريا جمهوریت د درې اړخيزو همکاریو نوې پاټه پرانيستلې.
د سپينې ماڼۍ د اسنادو له مخې، د يادو درېو هېوادونو مشرانو د دې ليدنې له لارې د درې اړخيزې سلامشورې ميکانيزم د ټينګښت، د امنيتي همکاريو د پياوړتيا، د سیمه ييزو همکاريو د ژورولو او د اقتصادي او تخنيکي همکاريو د زياتولو په څلورو برخو کې موافقه کړې.
د درېو هېوادونو مشرانو په همدې ورځ د امنيتي همکاريو په اړه اعلان کړی، چې درې واړه خواوې به هر کال په څو برخو کې درې اړخيز پوځي تمرينونه تر سره کړي، څو د همغږۍ توان او همکارۍ پياوړې کړي.