په چین کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې کارونه روان دي
CMG2023/08/20 14:56:37
شريکول:

د چين د ماليې وزارت او د بيړنيو حالاتو وزارت د اګست په ۱۹مه نېټه له طبيعي پيښو سره د مبارزې لپاره يو ځل بيا د يو ميليارډ يوانو په ارزښت پانګې برابرې کړي تر څو د بېجينګ او تيان جين ښارونو او د هه بې، هې لونګ جيانګ او جي لين ولايتونو په ګډون د سېلاب ځپلو سیمو له خلکو سره مرستې تر سره شي، په دغو سیمو کې اغیزمن شوي خلک په ښه توګه بیا میشت شي، په سېلاب ځپلو سیمو کې د تولید او ژوند حالت ژر عادي شي او د ژمي له راتلو مخکې به اغیزمن شوي خلک نويو کورونو ته انتقال شي.

د سيلابونو د موسم له پيل راهيسې، د چین د ماليې وزارت د سيلابونو د مخنيوي او له سېلاب ځپلو خلکو د ژغورنې لپاره ۹ ميليارډه او ۶۸۴ ميليونه يوانه تخصيص کړي چې د بېړنيو حالاتو د ژغورنې او په ناورين ځپلو سيمو کې د ژغورنې، د سېلاب ځپلو سیمو خلکو د ژغورنې، د کرنيزو توليداتو د بيا رغولو، د اوبو لګولو د تاسیساتو د بیا ابادۍ او د سېلابونو له امله زیانمن شويو سړکونو د ترميمولو لپاره ملاتړ برابر شوی دی.