د جنوبي افريقا د استازو مجلس مرستيال مشر د چين ميډيا ګروپ له مشر سره وکتل
CMG2023/08/20 12:24:04
شريکول:

د جنوبي افريقا د استازو مجلس مرستيال مشر زنولي د اګست په ۱۹مه نېټه د دغه هېواد په کاپ تاون ښار کې د چين ميډيا ګروپ له مشر شن های شيونګ سره وکتل او نوموړي ته يې په دې مناسبت مبارکي وړاندې کړه، چې چين ميډيا ګروپ د اېم آی اېچ (MIH) په نوم د افريقا د سپوږمکۍ د ژوندې خپرونو له لومړي لوی ډګر سره همکاريز تړون لاسليک کړی دی.

زنولي په کتنه کې وويل، چې د جنوبي افريقا د بېلا بېلې برخو وګړي له دغه هېواد څخه د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ليدنې ته سترګي په لار دي او باور لري چې دواړه هېوادونه به په لا پراخو برخو کې د همکاريو لاسته راوړنې تر لاسه کړي او پر لا عادلانه او معقول لوری به د نړيوال نظام پرمختګ وهڅوي.

شن های شيونګ په کتنه کې وويل، چې چين ميډيا ګروپ غواړي د جنوبي افريقا د استازو له مجلس سره همکاري پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي لا ټينګه کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.

په همدې ورځ د اېم آی اېچ او چين ميډيا ګروپ ترمنځ همکاريز تړون لاسليک شو.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ د اېم آی اېچ د رنسيزو چارو له لومړي اجرائيوي مشرې فيليسو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وويل، دغه تړون د بريکس هېوادونو په پنځلسمه غونډه کې د شي جين پينګ د ګډون او له جنوبي افريقا څخه د نوموړي د ليدنې د پېل په درشل کې لاسليک شوی او هيله ده، چې دواړه خبري رسنۍ د دغه فرصت له لارې د نيوز، مستند او نويو رسنيو په برخو کې همکارۍ لا ژورې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري همکارۍ د پياوړتيا او د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په برخه کې لا مهم رول ولوبوي.