لای چينګ ده جنجال جوړونکی دی
CMG2023/08/20 14:40:34
شريکول:

د چين د تايوان سيمې مرستيال مشر لای چينګ ده د اګست په ۱۸مه نېټه له امريکا څخه د تېرېدو له لارې بېرته تايوان ته راستون شو. کله چې نوموړي په ناوړه توګه له امريکا څخه د تېرېدو پر مهال له دغه هېواد څخه ليدنه وکړه، هغه د تايوان د خلکو او په امريکا کې د چينايانو له احتجاج سره مخ شو. بر سېر پر دې، دغه راز د نوموړي د دغه سفر د امریکا له ساړه غبرګون سره مخ شو. همدغسي وضعيت ښيي، چې د جنجال جوړونکي په توګه د لای چينګ ده رښتينۍ بڼه د بېلا بېلو خواوو له خوا پېژندل شوې او د کرکې وړ ده.

د تايوان تنګي دواړه غاړې له يو چين سره اړه لري او تايوان د چين د خاورې يوه برخه ده. که څه هم له اوږدې مودې راهيسې د تايوان تنګي د دواړو غاړو ترمنځ سياسي اختلاف شتون درلودلی، خو د چين ملي حاکميت او ځمکنی تماميت نه دی جلا شوی. د تايوان د ډيموکراتيک پرمختګ ګوند (Democratic Progressive Party) په ۲۰۱۶م کال کې واک ته له رسېدو وروسته په يو اړخيزه توګه د دواړو غاړو ترمنځ د اړيکو سياسي بنسټ ته زيان رسولی، د ۱۹۹۲م کال ګډه اعلاميه يې رده کړې او له چين څخه د تايوان د جلا کولو لپاره يې له بهرنيو ځواکونو سره سازش کړی، چې دغه ناوړه کړنې يې د تايوان تنګي د ناارامۍ يو مهم سبب ګرځيدلی دی. لای چينګ ده په نوموړي ګوند کې د تايوان د بېلتون غوښتونکی دی. نوموړي له تېرو څو کلونو راهيسې د تايوان د بېلتون غوښتوونکې او د چين د وحدت ويجاړوونکې خبرې کړې دي. د لای چينګ ده له ناوړو کړنو څخه ښکاري، چې هغه د تايوان تنګي سولې او ثبات ته زيان رسوي او جنجال جوړوي.

بر سېره پر دې، لای چينګ ده د تش په نوم ” د چين له سترې برخې څخه ګواښ “نظر يې د خپرولو لپاره ډېرې هڅې کړې. له تېرو څو کلونو راهيسې د تايوان ټولنيز او اقتصادي پرمختګ له ډېرو ننګونو سره مخ شوی، خو د تايوان د ډيموکراتيک ګوند او د لای چين ده په شان سياستوال د تايوانيانو د غوښتنو او اړتياوو پر وړاندې بې اغیزې دي او اغېزمن اقدامات يې نه دي نيولي، مګر د امريکا د جنګي مهماتو او وسلو تصديو ته د پيسو ورکولو په برخه کې فعال دي. د شمېرنې له مخې، په تېرو دوو کلونو کې پر تايوان د امريکا د جنګي مهماتو او وسلو د پلورنې اندازه ۴ ميليارډو امريکايي ډالرو ته رسېدلې. د لای چينګ ده په شان د سياستوالو تحريک کوونکې خبرې تايوان د جنګ له خطر سره مخ کوي.

لای چينګ ده غواړي چې له امريکا څخه د دغې ليدنې له لارې د تايوان سيمې د مشر په ټاکنو کې د خپل ګډون لپاره د امريکا ملاتړ تر لاسه کړي او په نړيواله ټولنه کې د تايوان د بېلتون ناوړه نظريه خپره کړي. د ده دغه کړنې د چين او امريکا ترمنځ اړيکو کې ستونزې جوړې کړې دي. د امريکا له غبرګون څخه ښکاري، چې دغه هېواد له لای چينګ ده سره سړه رويه او سلوک غوره کړی دی.

    زياتو مبصرو څرګنده کړې، چې تايوان له دوو لارو او دوو راتلونکو څخه  له انتخاب سره مخ دی، چې سوله يا جنګ او سمسورتيا يا وروسته توب غوره کړي. د تايوان لا زياتو وګړو دا درک کړې، چې د تايوان د بېلتون غوښتنه د تايوان تنګي له سولې او ثبات او د دواړو غاړو د خلکو له ګټو څخه سرغړونه ده او له دغې غوښتنې سره مخالفت او د سوله ييز يووالي لپاره هڅې د تايوان تنګي د دواړو غاړو چينايانو له ګډو ګټو سره سمون لري.