د ۲۰۲۳م کال د اسيا او اروپا د توکو او تجارت نندارتون د اګست په ۱۸مه نېټه د تصديو او پانګو راجلبونکو مهمو پروګرامونو د لاسليک مراسم تر سره کړي. په دغو مراسمو کې ۲۷۳ پروژس لاسليک شوې او عمومي ارزښت يې ۴۹۳ ميليارډو او ۲۱۲ میليونو يوانو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۱م کال د نوموړي نندارتون په پرتله ۱ اعشاريه ۵۲ چنده زیاتوالی ښيي.
په يادو پروګرامونو کې د نوې انرژۍ او نويو موادو، رنګه فلزات، د سکرو کيمياوي صنعت، د جامو نساجۍ، د تجهيزاتو توليد، د سوداګريز لوجستيک، کلتور او سيلانۍ شاملې دي.
په دغه نندارتون کې تقريباً ۱۳۰۰ چيني او بهرنيو تصديو ګډون کړی، چې د دې نندارتون په تاريخ کې تر ټولو زيات دی.