د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۱۹مه نېټه په بېجينګ کې د تايلند له مرستیال صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير دون پرامودوينای سره خبرې اترې وکړې.
وانګ يي په يادو خبرو کې ويلي، چين او تايلند ښه ملګري دي. هېواد يې غواړي له تايلند سره د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي او چلنجونه په ګډه حل کړي. چين به په پر له پسې ډول د اسيان ټولنې له ابادۍ، د اسيا د مرکزي مقام له خونديتوب او د اقتصادي ودې مرکز له ګډوې ابادۍ څخه کلک ملاتړ وکړي. دغه هېواد غواړي د اسيان له بیلابېلو غړيو هېوادونو سره د جنوبي سمندرګي د عملي اصولو په اړه سلامشورې وکړي. د هغه په وینا، بېلابېل هېوادونه بايد په دې اړه بيدار واوسي، چې بهرني ځواکونه غواړي په دغه سيمه کې د مخالفو ډلو ترمنځ تقابل او د سوړ جنګ نظر رامنځته کړي او سوله ييز او ارام وضعيت خراب کړي.
دون پرامودوينای ويلي، چې هېواد يې غواړي له چین سره همکارۍ ژورې کړي او ګډ پرمختګ وکړي.