د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سيلابونو د مخنيوي او د ځپلو سيمو د بيارغونې په پار يوه غونډه تر سره کړه
CMG2023/08/20 15:35:36
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي کمېسيون د اګست په ۱۷مه نېټه د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د سيلابونو د مخنيوي او د ځپلو سيمو د بيارغونې په پار يوه غونډه تر سره کړه. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او پکې يې یوه وینا هم وکړه.

په دغه غونډه کې راغلي، چې د چين په زياتو سيمو کې د سختو بارانونو، سيلابونو او توفانونو په شمول طبيعي ناورينونه لا هم ډېر رامنځته کيږي او د سيندونو په اوږدو کې ځينې سيمې د سيلابونو له خطر سره مخ دي. د دغو سيمو اړوندې ادارې به د سيلابونو د مخينيو په اړه وېښ او بيدار واوسي او پر دې به ټينګار وکړي، چې د خلکو د ژوند او مالونو امنيت ته لومړيتوب ورکړي او د سيلابونو د مخنيوي او د زيانونو د کمولو بېلا بېلې چارې په ښه توګه تر سره کړي.

په دې غونډه کې دې ته اشاره شوې، چې اړوندې ادارې بايد له مرستندويه پيسو څخه اغېزمنه استفاده وکړي، ژر دې زيانمن شوي ټرانسپورټي، مخابراتي او برېښنايي تاسيسات ترميم کړي، د ويجاړو شويو کرهنيزو ځمکو او تاسيساتو د بيارغونې لپاره دې بېړني ګامونه پورته کړي، تر وسې پورې دې د کرهنيزو چارو زيانونه کم کړي او د غلو دانو امنيت دې تامين کړي.