په جنوبي افريقا کې د برېکس هېوادونو د حکومتوالۍ سمينار او د کلتوري تبادلې فورم ترسره شو
CMG2023/08/21 15:12:55
شريکول:

د برېکس هېوادونو د ۲۰۲۳م کال د حکومتوالۍ سمينار او د کلتوري تبادلې فورم د اګست په ۱۹ مې نېټې د جنوبي افريقا په لومړي لوی ښار جهانيسبورګ کې ترسره شو او د چين، روسيې، هند، برازيل او جنوبي افريقا په ګډون د برېکس هېوادونو څه باندې ۱۰۰ استازو پکې ګډون کړی و او ګډونوالو يې د نړیوال تمدن وړانديز د عملي کولو او د عصري کېدو بهير د پرمخبېولو په اړه نظريې تبادله کړې دي.

د سمينار ګډونوالو ويلي، چې عصري کېدل د ګڼو هېوادونو ګډه هيله ده او ټول هېوادونه دې د دغې هيلې د پوره کولو په جريان کې يووالی وساتي او ګډې همکارۍ دې وکړي او د ګډې ابادۍ، ګډ شراکت او ګډو ګټو لار دې انتخاب کړي. 

ګډونوالو ويلي، چې د چيني شکله عصري کېدو بهير د عصري کېدو نوې بڼه څرګنده کړي او هغو مخ پر ودو هېوادونو ته يې چې د ځان عصري کولو په هڅه کې دي، نوی انتخاب برابر کړی دی.

دوی ويلي، چې د برېکس غړي هېوادونه دې خپلمنځي کلتوري تبادلې او همکارۍ پياوړې او د نړيوال تمدن وړانديز ښه عملي کړي او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې خپلې پوهې او ځېرکتياوې وښيي.