د اوکراين ولمسشر ولاديمير زيلينسکي د اګست په ۲۰مې نېټې پر ټولنيزو رسنيو خبر ورکړی، چې هالنډ به اوکراين ته د امريکا جوړې د F-16 ډول ۴۲ جنګي الوتکې ورکړي.
زيلينسکي ليکلي، چې هغه په همدې ورځ د هالنډ له لومړي وزير مارک روټي سره د دغو جنګي الوتکو د ور سپارلو او د سولې د سرمشريزې په مناسبت خبرې کړي او د دغو جنګي الوتکو د شمېر په اړه ورسره هوکړې ته رسیدلی دی.
د اوکراين خبري رسنيو د اګست په ۱۸مې نېټې خبر ورکړی، چې امريکا ډنمارک او هالنډ ته اجازه ورکړې، چې کيف ته د F-16 ډوله جنګي الوتکې ورکړي.