د شي جین پینګ د خوښې اثار
CMG2023/08/21 14:54:01
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د برېکس هېوادونو په ۱۵مې سرمشريزې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون او جنوبي افريقا ته د نوموړي د رسمي سفر په درشل کې په انګليسي، فرانسوي، عربي، هاوسا او سواهيلي ژبو « د شي جين پينګ د خوښې اثار» د لړيزو خپرونو د دوهمې برخې د خپرېدو مراسم ترسره کړل.

یاد مراسم د اګست په ۲۰مې نېټې د جنوبي افريقا په پلازمينې جهانيسبورګ کې تر سره شول او ټاکل شوې، چې د خپرونو دغه لړۍ به د افریقا د ۳۸ هېوادونو په لویو او مشهورو رسنيو کې خپره شي.

د جنوبي افريقا مرستيال ولسمشر پاول مچاتيلا او پارلماني مرستيال رئيس زنولي يادو یادو مراسمو ته د مبارکۍ پيغامونه ليږدولي او دا لړيزې خپرونې يې د رئيس شي جين پينګ د حکومتوالۍ د ځيرکتيا او د چين د بدلونونو د پېژندنې لپاره ګټورې بللې دي.

 (ژباړه: شکريه)