وانګ يي له خپل ایراني سیال اميرعبداللهیان سره ټلیفوني خبرې وکړې
CMG2023/08/21 10:29:14
شريکول:

د چین کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اګست په ۲۰مې نېټې د ايران له بهرنيو چارو وزير امیرعبداللهیان سره ټلیفوني خبرې کړې دي. 

وانګ يي په خپلو خبرو کې له چين څخه د ايران د ولسمشر ابراهيم رئیسي رسمي لېدنې ته، چې په تېرې فبرورۍ کې يې کړې وه، اشاره کړې او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو همغه مهال د خپلمنځي همکاريو په اړه مهمې ګډې نظريې ترلاسه کړې دي.

نوموړي ويلي، چې چین او ایران د متقابلو کلیدي ګټو پر بنسټ یو د بل کلک ملاتړ کوي، له بهرنۍ لاسوهنې سره کلک مخالفت او د يو اړخيزې ځپنې ضد مبارزه کوي او  د پرمختیايي هېوادونونو ګډې ګټې او نړیوال عدالت ساتي.

امير عبداللهيان ويلي، چې هېواد يې له چين سره د هراړخیزو اړیکو پرمختګ ته جدي پاملرنه کوي او لوړ پوړې تبادلې به ورسره وساتي، د یو کمربند او یوې لارې په چوکاټ کې به خپلمنځي همکارۍ ورسره نورې هم ژورې او په نړیوالو او سیمه ییزو چارو کې به خپلمنځي همغږي ورسره پياوړې کړي.

دواړو سیالانو د برېکس په چوکاټ کې د خپلمنځي همکاريو په شمول د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په هکله هم د نظریو تبادلې کړې دي.

(هیله)