د چين - جنوبي اسيا نندارتون کې د ۴۸۳ پروژو تړونونه لاسليک شوي
CMG2023/08/21 11:54:02
شريکول:

د چين - جنوبی اسيا پنځه ورځني نندارتون د اګست په ۲۰ مې نېټې د چين د يون نان ولایت په مرکز کون مينګ ښار کې پای ته ورسيد.

د دغه نندارتون د اجرائيې کمېټې شمېرې ښيي، چې د دغه نندارتون په موده کې د ۴۸۳ پروژو تړونونه لاسليک شوي، چې ۳۴۲ يې د پانګونې په اړه دي او پانګې يې ۴۱۲ ميليارډه او ۶۵۴ ميليونه ژن مين بي يوانه، یعنې له کابو۵۹ میلیارډو امریکايي ډالرو سره برابر دی. نور ۱۴۱ تړونونه يې د سوداګریزو معاملو په اړه دي، چې ارزښت يې ۱۰ ميليارډه او ۵۱۱ ميليونه ډالره ښودل شوی دی.

د يادې کمېټې مرستيال او د يون نان ولایت د سوداګرۍ ادارې رئيس لي چن يانګ اټکل کړی، چې د دغه نندارتون په اف لاين نندارځيو کې د توکو د پلور ارزښت ۶۰  ميليونو يوانو ته رسېدلی او په انلاین دوکانونو کې يې بیا د پلور ارزښت ۲۱۰ ميليونه يوانه اټکل کړی دی.

په دغه نندارتون کې د ۸۵ هېوادونو، سيمو او نړيوالو سازمانونو استازو ګډون کړی و او  تر ۳۰ زرو زياتو تصديو پکې په انلاين او اف لاين ډول برخه اخيستې وه .