چين ميډيا ګروپ له افريقايي رسنيو سره د همکاريو نوې پاڼه اړولې
CMG2023/08/21 15:41:56
شريکول:

چين ميډيا ګروپ د اګست په ۲۰مې نېټې د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ ښار کې د افريقا د را‌ډيو ټولنې او د جنوبي افريقا د راډيو شرکت په شمول د افريقايي‌ هېوادونو له ځينو مهمو رسنيو سره د همکاريو تړونونه لاسليک کړي دي. 

چين ميډيا ګروپ ياد تړونونه د برېکس هېوادونو په ۱۵مې سرمشريزې کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون او له جنوبي افريقا څخه د نوموړي د رسمي ليدنې په درشل کې  لاسليک کړي دي.

د جنوبي افريقا مرستیال ولسمشر پاول ماشاتيلي په يوې ليکنې کې هيله ښودلې، چې د چین ميډيا ګروپ او افريقايي رسنۍ به ښه او زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي.

د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ ویلي، چې چيني او افريقايي‌ رسنۍ به د چيني شکله عصري کېدو او د چين او افريقا د يو کمربند او يوې لارې د ګډو همکاريو په اړه يو لړ راپورونه جوړ کړي او په نړۍ کې به د عامو افکارو د عادلانه، فعال او سالم چاپيريال د ابادۍ لپاره هڅې وکړي.