د نايجر د وطن دفاع ملي کميټې مشر عبدالرحمن چياني د اګست په ۱۹مې نېټې په يوې ټليويزيوني وينا کې ويلي، چې د نايجر پوځي حکومت به په راتلونکو ۳ کلونو کې د واک انتقال بشپړ کړي.
عبدالرحمن چياني د نايجر د ټولو ګوندو او ټولنو پر سیاستوالو او شخصيتونو غږ کړی، چې په راتلونکو ۳۰ ورځو کې د واک د انتقال بهير د بنسټيزو اصولو او لومړيتوبونو په اړه سلا مشورې وکړي.
د نايجر د ولسمشر د ساتونکو يوې ډلګۍ د تيرې جولای په ۲۶مې نېټې ولسمشر محمد بازوم توقیف کړ او د همدې ورځې په شپه يې د دغه هېواد ملي ټليويزيون له لارې د وطن دفاع ملي کميټې د جوړولو، له واک څخه د ولسمشر بازوم د لېرې کولو او پوځي حکومت ته د دولتي چارو د لېږدولو اعلان وکړ.
(ژباړه: شکريه)