د پاکستان په پنجاب ایالت کې په يوې ترافيکي پېښې کې ۳۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
CMG2023/08/21 11:38:43
شريکول:

د پاکستان د ژغورنې ملي ادارې د اګست په ۲۰ مې خبر ورکړی، چې د همدې ورځې په سهار د دغه هېواد په پنجاب ایالت کې يوه ترافيکي پېښه شوې، چې له امله يې ۲۰ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي. يادې ادارې ويلي، يو مسافر وړونکی بس چې ۴۰ کسان پکې سپاره وو، د پنجاب ایالت په حافظ اباد ولسوالۍ کې له يوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی. د مالوماتو له مخې، په ياد باروړونکي موټر کې د تېلو بېلرونه بار وو، چې له همدې امله ډېره سخته اور لګېدنه هم رامنځته شوې ده. د پاکستان ژغورنې ادارې ويلي، چې ژغورونکي يې د پېښې ځای ته رسيدلي او ټپيان يې نږدې روغتون ته لېږدولي دي. يادې ادارې ويلي، ځیني کسان ډېر سخت سوځيدلي، چې په هغوی کې يې د درېيو کسانو حالت د اندېښنې وړ ښودلی دی.