وانګ يي د ډنمارک له بهرنيو چارو وزير راسموسن سره وکتل
CMG2023/08/21 10:48:04
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د اګست په ۱۸مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې له خپل ډنمارکي سیال اندریس فوګ راسموسن سره کتلي او په ځينو مسئلو ورسره غږیدلی دی.

وانګ يي له نوموړي سره په خبرو کې ويلي، چې چين او ډنمارک د مشرانو په ګډې مشرۍ او لارښوونې په بېلا بېلو برخو کې ګټورې پايلې تر لاسه کړې دي. نوموړي ويلي، چې هېواد يې د چيني شکله عصري کېدو بهیر د چټکتیا او د لوړ کيفيت پرمختګ د هڅولو لپاره کوښښونه کوي او نوی پرمختګ به يې د ډنمارک په شمول بېلا بېلو هېوادونو ته نوي فرصتونه برابر کړي.

وانګ يي زياته کړې، چين اروپا ته د هراړخيز ستراتيژيک همکار په توګه ګوري او د اروپا د ستراتيژيکې خپلواکۍ د ساتلو او په نړيوال ډګر کې يې د لا زيات رول لوبولو ملاتړ کوي.

راسموسن ويلي، چې هېواد يې له چين سره د همکاريو پياوړتيا ته ژمن دی.

نوموړي د ډنمارک او چین د زرغونې ګډې کاري لایحې هوکړه د دواړو هېوادونو د اړیکو نوی پړاو بللی او په وينا يې، دا به يې د خپلمنځي همکاريو لپاره نوی ډګر برابر کړي.

راسموسن ويلي، چې ډنمارک د متقابل پرمختګ په پار د څو اړخیزم او اقتصادي نړیوال کېدو او د اروپایي ټولنې او چین د همکاريو ملاتړ کوي.

دواړو سیالانو له خپلمنځي خبرو وروسته د چين او ډنمارک  د حکومتونو تر منځ د زرغونې ګډې کاري لایحې (۲۰۲۳-۲۰۲۶) د خپرېدو په مراسمو کې هم ګډون کړی و.