د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اګست په ۲۱مې نېټې يوه خبري ناسته تر سره کړې ده.
د چين د سوداګرۍ وزارت يوه چارواکي په دغې خبري ناستې کې ويلي، چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې سيلانيزو خدمتونو د چين په خدمتي سوداګرۍ کې بیا دوهم ځای نيولی دی.
ياد چارواکي ويلي، د سږکال په نيمايي کې د چين د سيلانيزو خدمتونو د صادراتو او وارداتو اندازه ۶۵۰ ميليارډو او ۹۴۰ ميليونو يوانو ته رسېدلې، چې دغه رقم د د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۶۵،۴ سلنه زياتوالی ښيي او د زياتوالي انډول يې د خدمتي سوداګرۍ د نورو چارو په پرتله لوړ دی.
په ورته موده کې د چين د خدمتي سوداګرۍ په چارو کې د سيلانيزو خدمتونو ونډه ۲۰،۸ سلنې ته رسېدلې، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷،۲ سلنه زياتوالی ښيي.
په بهرنيو هېوادونو کې د چيني سيلانيانو له زياتوالي داسې ښکاري، چې بهر ته د چينايانو د سيلانۍ باور او شوق او ذوق د زياتېدو په حال کې دی.