د سوريې پوځ د اګست په ٢١مې نېټې په يوې اعلاميې کې ويلي، چې اسرائیلي ځواکونو د همدې ورځې په شپه د سوريې د پلازمېنې دمشق پر شاوخوا سيمو توغنديز بريدونه کړي، چې له امله يې يو سوري سرتېری ټپي شوى دى.
اعلامیه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو د اګست د ٢١مې نېټې د شپې په ۱۱ بجو او ۵ دقیقو د ګولان له لوړو څخه د دمشق په ځینو ځایونو توغندیز بریدونه کړي، چې له امله یې د سوريې یو سرتېری ټپي شوی او ځیني تاسیسات زیانمن شوي دي.
په يادې اعلامیې کې هغه مشخص ځایونه نه دي یاد شوي، چې اسرائيلي ځواکونو پرې توغنديز بريدونه کړي دي.