د کوريا جمهوريت مدني ټولنې د پوځي تمرين ضد احتجاجي غونډه تر سره کړې
CMG2023/08/22 11:19:07
شريکول:

د کوريا جمهوريت او امريکا ځواکونو د اګست په ۲۱مې نېټې د يو اېف اېس (UFS) په نوم پوځي تمرين پيل کړی دی.

د کوريا جمهوريت د سولې او يووالي بنسټ په نوم مدني ټولنې په همدې ورځ د دغه هېواد د پلازمينې سيول په مرکزي سيمې کې د نوموړي پوځي تمرين پر ضد احتجاجي غونډه تر سره کړې او د ياد پوځي تمرين د لغوه کولو غوښتنه يې کړې ده.

يادې ټولنې ويلي، چې د پوځي تمرينونو پر ځای باید د کوريا ټاپووزمې د ترينګلي وضعيت د ارامولو لپاره ګامونه واخیستل شي.

د احتجاج ګډونوالو یوه ګډه اعلاميه خپره کړې او د کوريا جمهوريت او امريکا د دغه پوځي تمرين پيمانه يې د تېرو کلونو د تمرينونو په پرتله لويه ښودلې ده.

اعلاميه وايي، چې په دغه تمرين کې د کوريا ډيموکراتيک ولسي مجهوريت ضد تحريک کوونکې روزنې شاملې دي او ښايي په ترسره کېدو يې د کوريا ټاپووزمې ترينګلي حالات  نور هم سخت شي او دا امکان يې هم ښودلی، چې د دغه تمرين په ترسره کېدو سره ښايي په کوريايي ټاپووزمې او شمال ختيځې اسيا کې شخړې هم را وپاروي.