په تېرو ۷ میاشتو کې د چین او برېکس هېوادونو واردات او صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹،۱ سلنه ډېر شوي
CMG2023/08/22 10:41:19
شريکول:

د نړيوال اقتصاد بيارغاونه له ګڼو ننګونو سره مخ ده، خو د بريکس هېوادونو ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ پياوړې مقاومت ښودلی دی.

د چین د ګمرکاتو عمومي ادارې د اګست په ۲۱مې نېټې خبر ورکړی، چې د روان کال په تېرو ۷ مياشتو کې د چین او روسيې، برازيل، هند او جنوبي افريقا په ګډون د برېکس د ۴ هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۲،۳۸ ټریلیونو یوانو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۹،۱ سلنه زیاتوالی ښيي او د چین د بهرنۍ سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو په عمومي انډول کې د ۱،۶ سلنې په زیاتوالي سره ۱۰،۱ سلنې ته رسېږي.

د روان کال په تېرو ۷ مياشتو کې د برېکس نورو هېوادونو ته د چین صادرات ۱،۲۳ تريليونو يوانو ته رسېدلي، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲۳،۹ سلنه زياتوالی او واردات يې ۱،۱۵ ټريليونو يوانو ته رسېدلي، چې دا بیا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۴،۳ سلنه زياتوالی ښيي.

په يادې مودې کې د چين صادراتو او وارداتو چټک پرمختګ موندلی دی.