شي جين پينګ د جنوبي افریقا په رسنیو کې یوه لیکنه خپره کړه
CMG2023/08/22 14:29:02
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ په جهانستورګ کې د برېکس هېوادونو د مشرانو په ۱۵مې غونډې کې د ګډون او له جنوبي افریقا څخه د رسمي لیدنې په درشل کې، د دغه هېواد په کېمپ ټایم، د سټار (The Star، Cape Time) په شمول ځينو ورځپاڼو او ویبپاڼو کې د چین او جنوبي افریقا د همکاريو د ژورتیا په عنوان ليکنه خپره کړې ده.

نوموړي په دغې ليکنې کې ويلي، چې هغه د جنوبي افریقا د ولسمشر تامیله سيريل رامفوسا په رسمي بلنې د برېکس هېوادونو په ۱۵مې سرمشریزې کې د ګډون او له دغه هېواد څخه د رسمي لیدنې په موخه جهانستورګ ته تللی دی.

شي جين پينګ لیکلي، چې هغه په وروستیو کلونو کې له ولسمشر رامفوسا سره نږدې تبادلې ساتلي، خپلمنځي ستراتیژیک باور يې ورسره پياوړی کړی، یو د بل د کلیدي ګټو موضوعاتو کې يې متقابل کلک ملاتړ کړی او د مهمو نړیوالو او سیمه ییزو موضوعاتو په هکله يې خپلمنځي همکارۍ کړې دي.

نوموړي زياته کړې، چې روان کال له افریقا سره د صمیمي دوستانه اړیکو د ټينګښت په اړه د هغه د نظریې د وړاندې کېدو له ۱۰مې کلیزې سره برابر دی. چین او افریقا په تېرو ۱۰ کلونو کې د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره هڅې کړي او په خبره يې، د دواړو هېوادونو خپلمنځي همکاریزې اړیکې به نورې هم وغوړيږي.

 (هیله)