د چين صدراعظم لي چيانګ د اګست په ۲۱مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د امريکا او چين د سوداګرۍ ټولنې د رئيس جسپر په مشرۍ يوه پلاوي سره ليدلي دي.
لي چيانګ ياد پلاوي ته د امريکا او چين د سوداګرۍ ټولنې د جوړېدو د ۵۰مې کليزې په پار مبارکي ويلې او د دواړو هېوادونو د سوداګريزو او تجارتي همکاريو د سويې د لوړوالي او د خلکو د ګټو د زياتوالو په پار يې د دې ټولنې د فعالو خدمتونو ستاینه کړې ده.
نوموړي ويلي، چې اوسمهال د چين او امريکا ترمنځ اړيکې او سوداګريزې همکارۍ له ځينو ستونزو سره مخ دي او په وينا يې، دواړه خواوې باید د دغو ستونزو د حل لپاره صادقانه هڅې وکړي.
لي چيانګ ويلي، چين او امريکا ګډ پرمختګ او د انسانانو د ښه راتلونکي لپاره ګډ خدمتونه کولی شي.
د يادې ټولنې مشر جسپر او ځينو امريکايي استازو ویلي، چې ټولنه يې د امريکا او چين ترمنځ د سالمو او ثابتو اړيکو او د سوداګريزو همکاريو له پرمختګ څخه ملاتړ کوي، څو اقتصادي زياتوالي ته يې خوځنده ځواک برابر شي.
دوی د چين لوی بازار د امريکايي تصديو د توان د لوړوالي لپاره ډېر مهم بللی دی.
د امریکا او چين سوداګرۍ ټولنې د چين هرکلی کړی، چې ژور اصلاحات ترسره او ورخلاصون نور پراخ کړي.
د يادې ټولنې غړو هيله څرګنده کړې، چې د امریکا او چین ترمنځ اړيکې پرمختګ وکړي او د دواړو هېوادونو صنعتي او سوداګريزو برخو ته زيات خوځنده ځواک برابر کړي.