شي جين پينګ او سيريل رامافوسا ګډه خبري ناسته تر سره کړه
CMG2023/08/22 22:39:12
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ او د جنوبي افريقا ولسمشر سيريل رامافوسا د اګست په ۲۲مه نېټه له خبرو اترو وروسته يوه ګډه خبري ناسته تر سره کړه.

شي جين پينګ وويل، چې هغه او ولسمشر رامافوسا په دې نظر دي چې چين او جنوبي افريقا د لوړې کچې د متقابل اعتماد ستراتيژيک ملګري دي. دواړه هېوادونه به د عالي رتبه تګ راتګ ښه وضعيت وساتي، د بېلا بېلو برخو همکارۍ به پياوړې کړي، خپلمنځي سياسي اعتماد به لا ټينګ کړي، د حکومتوالۍ په اړه به د تجربو تبادلې زياتې کړي او د مرکزي ګټو په چارو کې به متقابل ملاتړ ته دوام ورکړي.

شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه، چې د برېکس هېوادونو سرمشريزه به پیل شي. د اوسنيو نړيوالو حالاتو پر وړاندې دغه سرمشريزه د برېکس هېوادونو د يووالي او همکارۍ د پياوړتيا او د برېکس ميکانيزم د پراختيا لپاره مهم ارزښت لري.