شي جين پينګ جهانيسبورګ ته ورسېد
CMG2023/08/22 10:08:58
شريکول:

د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د اګست د ۲۱مې نېټې په شپه په ځانګړې الوتکې د جنوبي افریقا جهانیسبورګ نړیوال هوايي ډګر ته ورسېد.

نوموړی به د جنوبي افریقا د ولسمشر تامیله سيريل رامفوسا په رسمي بلنې د برېکس هېوادونو په ۱۵مې سرمشریزې کې ګډون او له دغه هېواد څخه رسمي لیدنه وکړي.

د جنوبي افریقا ولسمشر تامیله سیریل رامفوسا او د دغه هېواد ځینو لوړپوړو چارواکو په هوايي ډګر کې د رئیس شي جين پينګ تود هرکلی کړی دی.

شي جين پينګ په هوايي ډګر کې يوه لنډه وینا کړې او ويلي يې دي، چې سږ کال د چین او جنوبي افریقا د اړیکو د ټينګېدو له ۲۵مې کلیزې سره برابر دی او په درشل کې يې د دواړو هېوادونو خپلمنځي ستراتيژيکې همکاریزې اړیکې نوې مرحلې ته داخلې شوې دي.

نوموړي د برېکس هېوادونو د همکارۍ میکانیزم د پرمختیايي هېوادونو د همکاريو مهم ډګر بللی او په وينا يې، دغه ميکانيزم د نړیوال اقتصاد د هڅولو لپاره ستر رول لوبولی دی.

شي جين پينګ باور ښودلی، چې د برېکس هېوادونو سږنۍ سرمشریزه به د برېکس همکارۍ میکانیزم د پرمختګ په جریان کې مهم ګامونه واخلي.

(هیله)