جاپان: ډېر ژر به د فوکوشيما اټومي ککړې اوبه سمندر ته خوشې کړي
CMG2023/08/22 11:58:16
شريکول:

د جاپان حکومت د اګست په ۲۲مې نېټې د کابينې غونډه ترسره کړې او اعلان يې کړی، چې د همدې مياشتې په ۲۴مې نېټې به سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو ايستل پيل کړي.

ډېر جاپانيان په همدې ورځ په پلازمېنې توکیو کې د صدراعظمۍ ماڼۍ پر وړاندې راټول شوي وو او سمندر ته د اټومي ککړو اوبو له ايستلو سره يې مخالفت څرګند کړی دی.

(ژباړه: شکريه)