شي جين پينګ د جنوبي افريقا له ولسمشر سيريل رامافوسا سره خبرې اترې وکړې
CMG2023/08/22 20:52:48
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جنوبي افريقا پر وخت د اګست د ۲۲مې نېټې په سهار د دغه هېواد له ولسمشر سيريل رامافوسا سره خبرې اترې وکړې.

شي جين پينګ له نوموړي سره خبرو اترو کې وويل، چې دا د چين د دولت رئيس په توګه له جنوبي افريقا څخه د ده څلورمه ليدنه ده او هغه له دغه سفر څخه ښه او دوستانه احساس لري. جنوبي افريقا د ولسمشر رامافوسا تر مشرۍ لاندې د پرمختګ او نړيوالې اغېزې په برخو کې لوړوالی موندلی. چين د جنوبي افريقا د پرمختګ په اړه خوښ دی او هيله لري چې جنوبي افريقا د پرمختګ په لار کې نور زيات برياليتوبونه تر لاسه کړي.

شي جين پينګ زياته کړه، چې د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د ښو اړيکو او ټينګې دوستۍ مهم سبب دا دی، چې دواړه هېوادونه د خپل پرمختګ په بهير کې په ګټو او ستونزو کې سره شريک دي. د دوستۍ ساتنه او پياوړتيا او د همکارۍ او همغږۍ پياوړتيا د دواړو هېوادونو ګډه هيله او د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمه دنده هم ده. نوموړي هيله ښودله چې له ولسمشر رامافوسا سره د چين او جنوبي افريقا ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ د اړيکو د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.