د مرکزي امريکا پارلمان د اګست په ۲۱مې نېټې د نيکاراګوا په پلازمينې ماناګوا کې يوه عمومي غونډه تر سره کړې او د رايې ګيرۍ له لارې يې د قانون جوړولو په شورا کې د تايوان د دايمي کتونکي ځای لغوه کړی دی.
د مرکزي امريکا پارلمان بیا په يادې شورا کې د دايمي کتونکي په توګه د چين د ملي ولسي کانګرېس د شاملېدو پرېکړه ليک تصويب کړی دی.
ياد دوه پرېکړه ليکونه د نيکاراګوا پارلماني غړو لخوا وړاندې شوي او تايوان يې د ملي حاکميت لرونکي هېواد په توګه نه دی بللی.
د مرکزي امريکا د پارلمان مشر سيرو خبري رسنيو ته ويلي، چې د دې سیمې ډېری هېوادونه د يو چين پېژندنې پر اصل ټينګار لري او ياد پرېکړه ليکونه يې ښه څرګندويي کوي او په وينا يې، د مرکزي امريکا په پارلمان کې په دايمي کتونکو کې د چين شاملېدل له تاريخي تمايل سره سمون لري.