چين د جاپان سفیر احضار کړی او د فوکوشیما اټومي ککړو اوبو په اړه يې ورته سخت احتجاج کړی
CMG2023/08/23 14:29:11
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير سون وې دونګ د اګست په ۲۲مې نېټې په بېجينګ کې د جاپان سفیر تارومي هیدیو احضار کړی او د جاپان د حکومت د هغه اعلان په اړه، چې د روانې مياشتې په ۲۴مې نېټې به سمندر ته د فوکوشیما د اټومي ککړو اوبو د ایستلو چارې پیل کړي، جدي احتجاج کړی او سختې څرګندونې يې ورته کړې دي.

سو وې دونګ جاپاني سفیر ته ويلي، چې د جاپان حکومت د نړیوالې ټولنې پر سختو شکونو او مخالفتونو سترګې پټې کړي او سمندر ته يې د فوکوشیما د اټومي ککړو اوبو پر ایستلو ټینګار کړی دی.

نوموړي ويلي، د جاپان دغه کړنه به د چين په شمول ګاونډيو هېوادونو او نړيوالې ټولنې ته د اټومي ککړتيا خطرونه پېښ کړي، خو جاپان د سيمې او نړۍ د اوږدمهاله هوساینې پر ځای خپلې لږې ګټې ته ارزښت ورکړی دی.

نوموړي د جاپان یاده کړنه خود غرضه او غير مسوولانه بللې او جاپاني سفیر ته يې جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

(ژباړه: شکريه)