د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په رسمي سفر جنوبي افريقا ته تللی او هلته يې د اګست د ۲۲ مې نېټې په سهار د دغه هېواد له ولسمشر رامافوسا سره لېدلي او په يو لړ مسئلو يې ورسره خبرې کړې دي.
رامافوسا له چيني سیال سره تر خبرو اترو وروسته نوموړي ته مډال ” د جنوبي افريقا نښان“ ورکړی دی.
دغه مډال د جنوبي افريقا تر ټولو لوړ او وياړمن نښان بلل کېږي، چې د دغه هېواد ولسمشر يې د مهمو دوستو هېوادونو مشرانو ته ډالۍ کوي.