د خواړو او کرنې نړيوال سازمان: چين په نړۍ کې د خوراکي توکو د خونديتوب لپاره مهم رول لوبوي
CMG2023/08/23 11:23:52
شريکول:

د خواړو او کرنې نړيوال سازمان د اګست په ۲۲مې نېټې په چين کې په تېرو څلور لسیزو کې د خپلو کرنيزو چارو راپور خپور کړی او د دغه هېواد لوړه ستاينه يې پکې کړې ده.

راپور وايي، چين په نړۍ کې د خوراکي توکو د خونديتوب لپاره رغنده خدمتونه ترسره کړي دي.

په چين کې د دغه سازمان استازي کارلوس واټسون رسنيو ته ويلي، چې ادارې يې په چين کې پر څه باندې څلوېښتو مختلفو مضمونونو څېړنې ترسره کړي او په وياړ يې ويلي، چې سازمان يې د ستر هدف د ترلاسه کولو په برخه کې د چين همکار ګرځېدلی دی.

کارلوس واټسون ويلي، چې چين د نړۍ ۹سلنه کرنيزې ځمکې او ۶ سلنه خوږې اوبه کاروي او د نړۍ نژدې يو پر پنځمې نفوس ته خواړه برابروي، چې دا يې د نړۍ د خوراکي توکو د خونديتوب لپاره ستر خدمت دی.

واټسون د چين بدلونونه د حيرانتيا او ليدو وړ بللي او په وينا يې، چين په ډېرې خوښۍ د نړۍ له نورو هېوادونو سره خپلې تجربې شريکوي او له ډېرو پرمختيايي هېوادونو سره د پرمختګ د هدفونو د عملي کېدو په بهير کې مرستې کوي.