چين ميډيا ګروپ د جنوبي افريقا د فوټبال له ټولنې سره همکاريز يادښت لاسليک کړی
CMG2023/08/23 20:45:48
شريکول:

د برېکس هېوادونو په پنځلسمه سرمشريزه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ګډون او له جنوبي افريقا څخه د نوموړي د رسمي ليدنې پر مهال د دواړو هېوادونو د مشرانو د توافقاتو د عملي کولو لپاره، چين ميډيا ګروپ او د جنوبي افريقا د فوټبال ټولنې د اګست په ۲۳مه نېټه په جوهانيسبورګ کې همکاريز يادښت لاسليک کړی. دواړه خواوې د فوټبال د کلتور او سياليو په اړه د تګ راتګ، د سياليو د خپرونو او

موضوعاتو په اړه د همکاريو او د وګړو د تګ راتګ په چارو کې توافق ته رسېدلې دي. د چين ميډيا ګروپ مشر شن های شيونګ او د جنوبي افريقا  د فوټبال ټولنې مشر ډاني جوردن د همکاريز يادښتونو د تبادلې په مراسمو کې ګډون کړی.

شن های شيونګ د جوردن تر مشرۍ او ملګرتيا لاندې د جنوبي افريقا د فوټبال ټولنې له مقر او د جوهانسبورګ د فوټبال له لوبغالي څخه ليدنه کړې ده.