چين يو ځل بيا د اټومي ککړو اوبو په اړه جاپان ته احتجاج وړاندې کړی
CMG2023/08/23 20:35:01
شريکول:

جاپان په دې وروستيو کې د نورو خواوو د سخت مخالفت او احتجاج سره سره اعلان کړی چې د اګست په ۲۴مه نېټه به سمندر ته د فوکوشيما د اټومي ککړو اوبو د خوشي کولو پلان عملي کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د اګست په ۲۳مه نېټه د دغه وزارت په خبري ناسته کې وويل، چې د اګست د ۲۲مې نېټې په خبري ناسته کې مې د جاپان د دغې پرېکړې ضد د چين جدي دريځ بيان کړی. د چين د بهرنيو چارو مرستيال وزير سون وې دونګ په همدې ورځ په بېجينګ کې د جاپان سفیر تارومي هیدیو احضار کړی او نوموړي ته یې جدي احتجاج کړی.

وانګ ون بين له جاپان څخه د ناسمې پرېکړې د لغوه کولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه، چې که جاپان په زور د دغه پلان پر عملي کولو ټينګار وکړي، د چين حکومت به د سمندري چاپېريال د ساتنې، د خوراکي موادو د امنيت او د خلکو د روغتيا د خونديتوب لپاره به اړين اقدامات ونيسي.

وانګ ون بين وويل، موږ هيله نه لرو چې د ۲۰۲۳م کال د اګست ۲۴مه نېټه د سمندري چاپېريال د ناورين ورځ وګرځي.