شي جين پينګ د برېکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم د پای مراسمو ته وينا وکړه
CMG2023/08/23 11:25:27
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۲مې نېټې د جنوبي افريقا په جهانیسبورګ ښار کې د برېکس هېوادونو د صنعتي او سوداګريز فورم د پای مراسمو ته په دغه سرليک «د يووالي او همکاريو د پياوړتيا له لارې د خطرونو او ننګونو پر وړاندې مقابله کوو او په ګډه ښکلې نړۍ ابادوو» وينا کړې ده.

شي جين پينګ ويلي، چې د اوسنۍ نړۍ ټول وګړي په يوې داسې ټولنې کې ګډ ژوند کوي، چې برخليک يې سره تړلی او په وينا يې، که د نړۍ يوه خوا سمسوره کېږي، ټولو ته به يې ګټې رسيږي او که کومه خوا يې زيانمنېږي، نو ټولو ته يې زیان رسيږي.

نوموړي ويلي، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو خلک دايمي سوله او عامه امنيت، ګډه سمسورتيا او پرانيستې، ټولشموله، پاکه او ښکلې نړۍ غواړي او د نوې سړې جګړې او د کوچنيو ډلو له جوړولو سره مخالفت کوي.

شي جين پينګ ويلي، نويو راڅرګندېدونکو بازارونو او مخ پر ودې هېوادونو چې د برېکس هېوادونه پکې نمونې بلل کېږي، د لېدو وړ ډله ييز پرمختګونه کړي، چې له امله يې د نړۍ جوړښت له بيخه مخ په بدلېدو دی او په وينا يې، که د دغه جريان پر وړاندې هرڅومره خنډونه رامنځته کيږي، د برېکس هېوادونه به بیا هم د مثبت، ثابت او مهربان ځواک په توګه سالم پرمختګ ومومي.

نوموړي زياته کړې، چې چين د سوله ييزې خپلواکۍ پر بهرنۍ تګلارې ټينګار لري او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د جوړولو لپاره هلې ځلې کوي او په خبره يې، چين د يو پرمختيايي هېواد په توګه له نورو پرمختيايي هېوادونو سره د ګډو ګټو د ساتلو لپاره کوششونه کوي او په نړيوالو چارو کې د پرمختيايي هېوادونو حقونه ساتي.

شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې چين د تسلط غوښتنې جين نه لري او د ګډ پرمختګ پر تګلارې ټينګار کوي.

نوموړي په اشارې ويلي، چينايان د کمونېست ګوند په لارښوونې د چيني شکله عصري کېدو له لارې د هېواد د بيا سمسورتيا لپاره هڅې کوي او په وينا يې، په چين کې د اقتصادي پرمختګ ټينګه اراده او انرژي، پټ توان او ښه لوری نه بدلېدونکي دي. چين به د څه باندې ۱ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه نفوس په عصري کېدو سره نړيوال اقتصاد ته زيات خدمتونه وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو صنعتي او سوداګريزو ټولنو ته به فرصتونه برابر کړي.