شي جين پينګ د برېکس هېوادونو په ۱۵مه سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه
CMG2023/08/23 20:41:29
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۲۳مه نېټه د جنوبي افريقا په جوهانيسبورګ کې د برېکس هېوادونو په ۱۵مه سرمشريزه کې ګډون او وينا وکړه.

شي جين پينګ برېکس هېوادونه د نړيوال نظم د جوړونې مهم ځواک بللی او په خپله وينا کې يې ويلي، چې برېکس هېوادونه تل د خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې غوښتونکي او عملي کوونکي دي او په مهمو نړيوالو چارو کې يې پر اصلي حقيقت ټینګار کړی، هېڅکله يې د اصولو خلاف معامله نه ده منلې، بهرنيو فشارونو ته يې غاړه نه ده اېښې او په نورو هېوادونو د وابستګۍ رول يې نه دی لوبولی.  برېکس هېوادونه پراخ توافقات او ګډې موخې لري او د بدلېدونکو نړيوالو حالاتو پر وړاندې به د همکارۍ اصلي موخه او ګډه هيله بدله نه کړي.

شي جين پينګ د برېکس همکارۍ په اړه څلور فقره ييز وړانديز کړی:

-   برېکس هېوادونه بايد اقتصادي، سوداګريزې او پولي همکارۍ لا پياوړې کړي.  

-   برېکس هېوادونه بايد د سياست او امنيت همکارۍ پياوړې کړي او سوله او آرامي دې وساتي.

-   برېکس هېوادونه بايد کلتوري تګ راتګ زيات کړي او د تمدنونو ترمنځ تبادلې او متقابلې زده کړې دې پياوړې کړي.

-   برېکس هېوادونه دې پر عدالت او انصاف ټينګار وکړي او نړيواله اداره دې بشپړه کړي.

همدارنګه شي جين پينګ زياته کړې، چې برېکس هېوادونه بايد د ورخلاصون، ټولشموليت، همکارۍ او ګډو برياليتوبونو د روحيې په اساس د برېکس په کورنۍ کې نور زيات هېوادونه شامل کړي، مختلفې او ډله ييزې ځيرکتياوې او قوتونه دې راغونډ کړي او هڅه دې وکړي چې نړيواله اداره په لا عادلانه او مناسب لوري پرمختګ وکړي.