د کمبوډیا اووم ملي کانګرېس د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې لومړۍ غونډه ترسره کړې او هون مانيت يې د دغه هېواد د لومړي وزير په توګه ټاکلی دی.
د کمبوډيا کانګرېس په همدې ورځ د دغه هېواد د پارلمان مشر او کابېنې غړو ته هم رايه ورکړې ده.
د کمبوډیا د خلکو ګوند د مرکزي کميټې دايمي غړې او د پارلمان مرستياله رئيسه کنسوداري د پارلمان د مشرې په توګه ټاکل شوې ده.
د کمبوډیا نوي لومړي وزير هونګ مانيت په همدې ورځ پارلمان ته خپله لومړۍ وينا هم کړې ده.
(ژباړه: شکريه)