افريقايي ټولنې د نایجرغړیتوب وځنډاوه
CMG2023/08/23 10:27:23
شريکول:

افريقايي ټولنې د اګست په ۲۲ مې نېټې په يوې اعلاميې کې د نايجر پوځي کودتا بیا غندلې او په يادې ټولنې کې يې د دغه هېواد غړيتوب ځنډولی دی.

اعلامیه وايي، د افريقايي ټولنې د سولې او امنيت شورا په وروستيو غونډو کې د نايجر د وضعيت په اړه بحثونه کړي او د دغه هېواد پوځي کودتا يې، چې د جولای په ۲۶ مې نېټې شوې، غندلې او له نايجري پوځ څخه يې غوښتي، چې د هېواد او ولسونو ګټې تر ټولو لوړې وګڼي او له شرط پرته خپلو پوځي مرکزونو ته ستون شي.

اعلاميې کې دا هم ويل شوي، چې د افريقايي ټولنې د سولې او امنيت شورا نايجر ته تر هغې اجازه نه ورکوي، چې د افريقايي ټولنې او د دې ټولنې اړوندو ارګانونو په فعاليتونو کې ګډون وکړي، څو د دغه هېواد وضعيت د اساسي قانون له مخې عادي نه شي.