د هانګ جو اسیايي لوبو ته ښه راغلاست!
CMG2023/08/23 15:31:32
شريکول:

د هانګ جو ۱۹مې دورې اسيايي لوبې به د سپتمبر په ۲۳مې نېټې د چين د جه جيانګ ولايت په هانګ جو ښار کې پېل شي او د اکتوبر تر ۸مې نېټې پورې به دوام ومومي .

سږنۍ ځينې اسیايي لوبې به د هانګ جو ترڅنګ د جه جيانګ ولایت په نينګ بو، ون جو، جين هوا، شاو شينګ او هو جو ښارونو کې هم ترسره شي.

نن د اګست ۲۳مه نېټه ده او د يادو‌ لوبو پيل ته پوره يوه میاشت پاتې ده.

دغو اسيايي لوبو يادو ښارونو ته نوې خوځنده قوه او فرصتونه برابر کړي دي.

راځئ، په دغې وېډيو کې د يادو ښارونو طبعيت، کلتور، سپورټ او ډيجټل ځانګړتياوې او ښکلاګانې وګورئ.