د چين د ګمرکونو عمومي ادارې له جاپان څخه د سمندري خواړو واردات وځنډول
CMG2023/08/24 15:11:34
شريکول:

د چين د ګمرکونو عمومي ادارې د اګست په ۲۴مې نېټې له جاپان څخه د د سمندري خواړو د وارداتو د بشپړ تعلیق په اړه اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلاميې کې ويل شوي، چې د چين د ګمرکونو عمومي ادارې سمندر ته د جاپان د فوکوشيما اټومي ککړو اوبو د خوشې کېدو له امله د خوراکي توکو پر وړاندې د راډيو اکتيف خطرونو د مخنيوي، د چينايانو د روغتيا د ساتنې او د وارداتي محصولاتو د خونديتوب د تضمين لپاره پرېکړه کړې، چې د اګست له ۲۴مې نېټې څخه له دغه هېواده د سمندري خواړو واردات په بشپړ ډول وځنډوي.

(ژباړه: شکريه)