د تايلنډ پاچا د دغه هېواد د صدراعظم په توګه د سایتا ټاکنه تصويب کړه
CMG2023/08/24 11:26:43
شريکول:

د تايلنډ پارلمان د روانې مياشتې په ۲۲مې نېټې په يوې عمومي غونډې کې نوماند صدراعظم سايتا ته د باور رایه ورکړې ده.

د تايلنډ د عوامو مجلس وياند کانپو د اګست په ۲۳ مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې د دغه هېواد د عوامو مجلس دارالانشاء د نوي صدراعظم د ټاکنو په اړه د شوې رايګيرۍ پايله پاچا ته وړاندې کړې او هغه تصویب کړې ده، چې له مخې يې سایتا د دغه هېواد د نوي صندراعظم په توګه ټاکل شوی دی.