د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د اګست په ۲۴مې نېټې د جاپان د حکومت د هغه کړنې په اړه، چې سمندر ته د فوکوشيما اټومي ککړو اوبه خوشي کوي، بيا غبرګون ښودلی او له جاپانه يې غوښتي، چې خپله ناسمه کړنه بنده کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ويلي، سمندر ته د اټومي ککړو اوبو خوشې کول د اټومي امنيت پراخه موضوع ده او له شک پرته د جاپان دا چاره به د نورو هېوادونو پر خونديتوب اغېزې وکړي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ويلي، سمندر د ټولو انسانانو ګډه شتمني ده او په زور د اټومي ککړو اوبو ورخوشي کول يې خود غرضه او بې مسئولانه کړنه بللې ده او په وينا يې، جاپان ټولې نړۍ ته خطرونه پېښوي، د خلکو روغتيا ته زیانونه رسوي او له نړیوال قانون څخه څرګنده سرغړونه کوي او چين به د خواړو د خوندېتوب او د خپلو خلکو د روغتيا د ساتلو لپاره هر اړين اقدام غوره کړي.